Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

چارواکي: دوو اوونیو کې تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي

0
د افغانستان د صنایعو او صاداراتو د پراختیا اداره وايي، ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د هوايي دهلېزونو له لارې تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.


د دغې ادارې رئیس مېر زمان پوپل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا میوه به اروپايي هېوادونو او متحده عربي اماراتو ته د هوايي دهلېزونو له لارې صادرېږي.


نوموړي دغه شان وویل، ټاکل شوې زر ټنه هندواڼه هم د ځمکې له لارې اذربایجان هېواد ته صادره شي:"ټاکل شوې چې تر راتلونکي یوې یا دوو اونیو پورې موږ هندواڼې او نوره تازه میوه هم بهر ته صادر کړو، نوره میوه د هوايي دهلېزونو له لارې اروپايي هېوادونو او عربي اماراتو ته چې ګیلاس او زردالو دي صادروو، هندواڼه هم پېرودونکو ته په تمه یو او له خیره زر ټنه به ولېږو."


د نوموړي په خبره تېره ورځ هم ۴۰ ټنه هندواڼه نوموړي هېواد ته صادر شوې ده.


ښاغلي پوپل دا هم وویل چې په نېږدې راتلونکې کې به زر ټنه د هرات انګور هم هندوستان هېواد صادر شي چې په‌دې برخه کې تړونونه هم شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса