Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د طالبانو سياسي دفتر: قطر کې دواړه لوري د «محسوسو نتيجو» تمه لري

0
په قطر کې د امريکا د متحدو ايالاتونو او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکرو اووم پړاو روان دى.


د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او طالبانو پرون دا مذاکرې پيل کړې دي.


په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين نن رسنيو ته وويل چې په دوحه کې د مذاکرو دغه پړاو «مهم» دى.


سهيل شاهين ويلي، دواړه لوري د «محسوسو نتيجو» تمه لري.


د طالبانو د مرکچي ټيم مشري ملا عبدالغني برادر کوي.


د مذاکرو له شپږو پړاوونو وروسته هم وسله‌والو طالبانو له افغان حکومت سره مستقيمو مذاکرو ته غاړه نه‌ده ايښې.


د سولې عالي شورا تمه ښوولې چې د مذاکرو اووم پړاو به له حکومت سره د مستقيمو مذاکرو پيل ته زمينه برابره کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса