Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د هلمند چارواکي د ۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

0
د هلمند چارواکي د دې ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.


د هلمند د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر په یوې اعلامیې کې راغلي چې دا پېښه داسې مهال شوې چې وسله والو طالبانو د نهرسراج ولسوالۍ اړوند حصه منار دښتې په یوې کمربندي سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د ډله ییز برید نیت درلود چې د کشفي معلوماتو پر اساس، دا پلان افشا او پولیس په کمین کې شول.


په اعلامیې کې راغلي چې په دې پېښه کې درې نور طالبان ټپیان شوي او د دوو مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي.


د هلمند امنیه قومانداني وایي چې په دې پېښه کې پولیسو ته زیان نه دی رسېدلی.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса