Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

په کابل کې د شپږیزې لیګ سیالیو ته د لوبغاړو د پېر مراسم ترسره شول

0
د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د شپږیزې لیګ د شپږم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو د پېر مراسم تېره شپه په کابل کې ترسره شول.


د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، د شپږیزې لیګ روان پړاو سیالیو لپاره سلګونه افغان لوبغاړي په بېلابېلو کټګوریو کې بولۍ ته وړاندې شول چې د دغه لیګ د شپږو لوبډلو د مسؤلینو له خوا هرې لوبډلې ته ۱۶ـ ۱۶ لوبغاړي واخیستل شول.


د ښاغلي هوتک په خبره، پر يادو ۱۶ لوبغاړو سربېره هرې لوبډلې د دې حق درلود چې يوـ يو لوبغاړی د تېر پړاو له سیالیو له ځانه سره وساتي او دوه ایمرجنګ لوبغاړي هم په خپله خوښه غوره کړي.


د شپږیزې لیګ سیالۍ چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې هر کال ترسره کېږي، تېر کال د يو لړ ستونزو له امله ونشوې او د روان پړاو سیالیو دوه لوبډلې هم تر دې مهاله نه دي پلورل شوي.


د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د شپږیزې لیګ د راتلونکي پړاو سیالۍ د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر په ۲۶مه پيل او د اکټوبر د میاشتې په اوومه نېټه پای ته ورسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса