Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

سرچینې: ټرمپ غواړي، تر نومبره له افغانستانه امریکایي ځواکونه وباسي

0
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ خپلو همکارانو ته ویلي دي چې دی غواړي د راتلونکي کال تر نومبر پورې چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو وخت دی، ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي.


دا خبر امریکایي خبرې سرچینو د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو په وینا ورکړی دی چې د دې کسانو نومونه یې نه دي اخیستي.


په ورته وخت کې امریکایي رسنیو د یو شمېر سرچینو په وینا ویلي دي چې واشنګټن دې ته چمتو دی چې د دې په بدل کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو یوه لویه برخه وباسي چې طالبان له کابل سره د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د مخامخ خبرو ژمنه وکړي.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه او سي اېن اېن ټلویزیون د سرچینو په حواله وایي، که طالبان د امریکا شرط ومني، نو د امریکایي پوځیانو شمېر به له څوارلس زرو څخه نهو زرو یا اتو زرو ته راکم شي.


واشنګټن ویلي دي چې هیله یې دا ده چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې له طالبانو سره د سولې تړون نهایي شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса