Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

چارواکي په کندهار او دایکنډي کې د ۳۵ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي

0
افغان امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار او دایکنډي ولایتونو کې پنځه دېرش وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند احمد صادق عیسی ازادي راډیو ته وویل چې د دایکنډي په ګجران ولسوالۍ کې د ګډو تصفیوي عملیاتو پر مهال ۱۲ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.


د ښاغلي عیسی په خبره، د کندهار په پنجوایي کې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یوه سرګروپ په ګډون دیارلسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ده وویل: د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ پلي لوا قوماندانۍ او د ملي پولیسو او ملي امنیت په ګډو تصفیوي عملیاتو کې ۹ وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ ټپیان دي، په وژل شویو کې د خاکسار په نوم د طالبانو یو سرګروپ هم شامل دی.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса