Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

حسن روحاني: له ایران سره جګړه به د ټولو جګړو مور وي

0
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د اګسټ په شپږمه وویل چې تهران له امریکا سره خبرې غوره ګڼي، خو که امریکا پر ایران لګولي بندیزونه لیرې کړي.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو له اټمي موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، د وتلو اعلان وکړ.


په موافقه کې ویل شوي وو چې ایران به د نړیوالو د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې خپل اټمي فعالیت محدود کړي.


خو له کله راهیسې چې امریکا له موافقې وتلې، د ایران او غربي هېوادونو ترمنځ روابط د خرابېدو پر لور تللي دي.


د ایران ولسمشر، حسن روحاني نن پر دولتي ټلوېزیون په وینا کې وویل چې "له ایران سره سوله به د هرې سولې مور وي" خو "له ایران سره جګړه به د ټولو جګړو مور" وي.


هغه بیا هم د ایران او نړیوالو قدرتونو د اټمي موافقې دفاع وکړه.


روحاني وویل چې د ایران اسلامي جمهوري د خبرو او مذاکرو ملاتړ کوي او که چېرې امریکا په رښتیا هم خبرې غواړي تر هر څه مخکې، پر ایران باید ټول بندیزونه لیرې کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса