Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د پکتیا ولایتي شورا: طالبانو له لویې لارې له بیولو کسانو ۷ تنه وژلي

0
د پکتیا ولایتي شورا وایي د مرکز ګردېز او ډنډ پټان ولسوالۍ په لویه لاره وسله‌والو طالبانو د تلاشیو پر مهال یو شمېر کسان له ځان سره بیولي چې له جملې یې اووه تنه وژل شوي دي.


د پکتیا ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو یاد کسان د کړکین په سیمه کې له موټرو ښکته کړي او وروسته‌یې وژلي دي.


یوې بلې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي ټول کسان د ملي اردو سرتېري دي چې کورونو ته په رخصتۍ روان و.


خو په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو عمومي قوماندان او مطبوعاتي ټیم تر اوسه د دې پېښې او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


بل‌خوا وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه رسمي نه‌ده تأیید کړې چې یاد کسان دې دوی له موټرو ښکته کړي او وژلي وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса