هبت الله: امریکا د سولې د یوه احتمالي توافق په اړه شکونه راپورته کړي
ملا هبت الله د پنجشنبې په ورځ د اختریز پیغام په خپرولو سره دا څرګندونې کړي دي.
دا پیغام یوه ورځ وروسته له هغه خپور شوی چې په کابل کې د طالبانو په یوه خونړي برید کې نږدې ۱۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
افغان حکومت ویلي، دغه برید د طالبانو له لوري د سولې په ژمنو کې پوښتنې راپورته کوي.
ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې د باور خبره کړې، خو د چهارشنبې د ورځې بمي برید ته یې اشاره نه ده کړې.
نوموړي امریکایي چارواکو ته په خطاب کې ویلي چې طالبان له امریکا سره په پوره جدیت سره د سولې خبرې کړي او هم یې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې په پای ته رسولو کې د امریکا د صداقت غوښتنه کړې ده.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې مذاکراتو اتم پړاو روان دی او په دې وروستیو کې د یوه توافق ته د رسېدو احتمال هم ډېر ښکاري.
