Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د شنبې په ورځ په تانزانیا کې د تېلو د ټانکر چاودنې ۶۴ کسان وژلي

0
د شنبې په ورځ په تانزانیا کې د تېلو د یوه ټانکر چاودنې ۶۴ کسان وژلي دي.


چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې سیمه ییزو خلکو د تېلو په یوه چپه شوي ټانکر د تېلو د ترلاسه کولو لپاره ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه.


راپورونه وايي چې په پېښه کې اویا تنه نور ټپیان شوي دي.


دا پېښه د تجارتي مرکز دارالسلام لوېدیځ ته ۲۰۰ کیلومتره لرې پرته سیمه کې رامنځته شوې ده.


د سیمې یو چارواکي ویلي، د مورګورو په نوم دې سیمه کې یې تر دې مخکې کله په دې کچه ناورین نه و لیدلی.


د تانزانیا ولسمشر په پېښه خواشینې ښودلې او د خپل هېواد پر وګړو یې غږ کړی چې په داسې پېښو کې دې له چپه شویو ټانکرونو څخه د تېلو ایستلو هڅه نه کوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса