Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د عراقي ځواکونو یو امریکايي پوځي سلاکار په عراق کې وژل شوی

0
د امریکا دفاع وزات وايي، د عراقي ځواکونو یو امریکايي پوځي سلاکار د عراق د نینوا په ولایت کې وژل شوی دی.


د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي: د امریکا یو پوځي نن د عراق د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په دې هېواد کې ومړ.


د دې امریکايي پوځي هویت تر اوسه نه دی اعلان شوی.


عراقي ځواکونو په دې وروستیو کې د داعش د وسله والې ډلې د پاتې شونو پر ضد عملیات پیل کړي دي.


د عراق حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د داعش ډلې په وړاندې د جګړې بریالیتوب اعلان کړ.


د داعش تندلارې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق زیاتې برخې تر ولکې لاندې راوستې وې.


د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د داعش پر ضد جګړه کې له عراقي ځواکونو سره مرسته کړې وه.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса