Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د اسرائیل صدراعظم راتلونکې اوونۍ اوکراین ته په رسمي سفر ځي

0
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د راتلونکې اوونۍ په پای کې اوکراین ته په رسمي سفر ځي.


دا به وروسته له هغې چې ولادیمیر زیلینسکي د اوکراین د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، د یوه بهرني هېواد لومړنی مشر وي چې له دې هېواد څخه کتنه ترسره کوي.


نتانیاهو به د اسرائیل لومړنی صدراعظم وي چې په شلو کلونو کې کییف ته ځي.


له اوکراین څخه مخکنۍ کتنه هم نوموړي د ۱۹۹۹ کال په مارچ کې چې هغه مهال هم د اسرائیل صدراعظم و، ترسره کړې وه.


نتانیاهو به په دغه درې ورځنۍ کتنه کې چې د اګست له اتلسمې ترشلمې یې ترسره کوي، د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره وګوري او په کییف کې به د بابیان یار له یادګاري څلي څخه لیدنه وکړي.


دغه څلی د هغو له ۳۳ زرو زیاتو یهودانو، اوکرایني ملتپالو، روما ټبرو، همجنسپالانو او د نورو په یاد جوړ شوی چې په ۱۹۴۱ کال د جرمني نازیانو له خوا وژل شوي دي.


د اوکراین ولسمشر زیلنسکي د اګست په اوومه له اسرائیل سره د ازادې سوداګرۍ یو تړون چې یوه میاشت مخکې د دې هېواد پارلمان تصویب کړی و، لاسلیک کړ.


د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه تېرکال یو ميلیارډ او ۳۴۰ ميلیون ډالرو ته رسېده.


 

Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса