Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

سره صلیب په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې

0
د سره صلیب نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.


د دې ادارې له لوري په یوه بیان کې چې نن داګست په دولسمه خپور شوی، راغلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو سره هم ملکي تلفات نه دي کم شوي.


په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر خوان پدرو سکار په دې بیان کې ویلي چې د ملکي خلکو کړاو ته کمه پاملرنه شوې ده.


په دې بیان کې پر روغتیايي مرکزونو او روغتیايي څارونکو د حملو د زیاتوالي یادونه شوې او ویلي یې دي چې د روان میلادي کال په لومړيو شپږ میاشتو کې داسې ۵۹ پېښې شوي دي.


خوان سکار ویلي، سره له دې چې د سولې لپاره خبرې کېږي، د جګړې ټولې خواوې باید د ملکي خلکو امنیت او د روغتیايي مرکزونو خونديتوب ته پام وکړي.


 

Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса