Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

امریکا ته د قانوني کډوالو پر وړاندې د ټرمپ نوي محدودیتونه

0
د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې په امریکا کې د قانوني کډوالو پر وړاندې نوي محدودیتونه اعلان کړي دي.


د دې محدودیتونو له مخې هغو کسانو ته چې تابعیت نه‌لري او ښايي د حکومت مرستې ته اړتیا ولري، ویزې او د دایمي استوګنې اسناد نه‌ورکول کېږي.


د امریکا فدرال قوانین مخکې هم له هغو کسانو څخه چې په دې هېواد کې د دایمي استوګنې او قانوني اسنادو د ترلاسه کولو هڅه کوي غواړي چې ثابته کړي چې دوی به د امریکا پر اوږو بار نه‌وي او له حکومت څخه به وړیا روغتیايي خدمات، د استوګنې ځای، ډوډۍ او مالي مرسته نه‌غواړي.


نویو محدودیتونو ته چې پرون د اګسټ په ۱۲مه اعلان شول، د همدې اصولو د تعریف او وضاحت په نظر کتل کېږي.


سپینه ماڼۍ وايي، د دې اقدام هدف پر ځان بسیاینې ته د خلکو هڅول او د اړو امریکایانو د ټولنیز خوندیتوب یقیني کول دي. تمه ده چې دا پلان د اکټوبر له ۱۵مې نېټې وروسته په عملي شي.


د امریکا د کډوالو ملي حقوقي مرکز چې د کډوالو د حقونو دفاع کوي او دا محدودیتونه له تبعیضه ډک، بې‌رحمانه او غیر قانوني بولي، ژمنه کړې چې د دې لایحې مخه به ونیسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса