Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

دفاع وزارت: په لوګر کې د طالبانو یو مهم قوماندان ووژل شو

0
د افغانستان دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.


د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د ملا نقیب‌الله په نوم دا قوماندان په پادخواب شانه سیمه کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې وژل شوی.


ښاغلی احمدزی وايي ملا نقیب‌الله د هېواد په کچه په ترورېستي فعالیتونو کې ښکېل و.


ښاغلی احمدزی زیاتوي: "دا هغه شخص و چې نه‌یوازې په لوګر، بلکې په نورو ولایتونو کې یې د حملو په ترسره کولو کې مهم رول درلود او هغه نن زموږ د ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ووژل شو."


دفاع وزارت همداراز وايي، افغان ځواکونو د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم قوماندان، قاري داوود او د هغه پنځه وسله‌وال وژلي دي.


دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه وايي د طالبانو دا قوماندان پرون مازیګر د نرخ ولسوالۍ په توکرک سیمه کې د هوايي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса