Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د قرغزستان پخوانی ولسمشر اتمبایف په نویو جرمونو تورن شو

0
د قرغزستان چارواکو پخوانی ولسمشر الماس بېک اتمبایف په نویو جرمونو تورن کړی دی.


پولیسو تېره اوونۍ د اتمبايف پر کور چاپه ووهله او دی یې توقیف کړ.


د لوی څارنوال د دفتر ویاند ضمیر بایشکېف نن ویلي چې اتمبایف د یو شمېر تورونو ترڅنګ د ادارو د استازو پر ضد په تاوتریخوالي، ډله‌يیزې بې‌ثباتۍ رامنځته کولو او د وژلو په هڅه تورن دی.


اتمبايف تر دوه ورځې وسله‌وال مقاومت وروسته د اګسټ په اتمه نېټه پولیسو ته تسلیم شو.


د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په نښتو کې د ځانګړو ځواکونو یو افسر ووژل شو او ۱۷۰ نور ټپیان شول. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса