Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

تګاب کې د یو توغندي لګېدو ۴ ملکي وګړي وژلي

0
د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یو توغندي د لګېدو په پېښه کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.


د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش د ملکي وګړو مړینه تأییدوي او وايي په دې اړه څېړنې پیل شوي چې دا توغندی د کوم لوري له‌خوا توغول شوی دی.


عیني شاهدانو په پروان ولایت کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، د تګاب ولسوالۍ په جاروخېل سیمه کې د ملکي وګړو د استوګنې پر یوه کور د توغندي د را پرېوتو په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي چې یوه ښځه او ۳ ماشومان دي.


د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا توغندی په سیمه کې دېره امنیتي ځواکونو توغولی او دوی د قربانیانو جسدونه د اعتراض په توګه د سړک پر سر ایښي او مظاهرې ته راوتلي دي.


دوی همداراز تور لګوي چې امنیتي ځواکونو پر مظاهره‌چیانو ډزې کړي او اته تنه‌یې ټپیان کړي دي.


امنیتي ځواکونو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.

Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса