Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

کورنیو چارو وزارت: ننګرهار کې د داعش ۲ مهم غړي نیول شوي

0
افغان امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یې د داعش دوه تنه مهم غړي نیولي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې د ورځې ناوخته یو بیان کې ویلي، په نیول شویو کسانو کې یو کس عبدالرحمن نومېږي چې په "طلحه" مشهور دی.


د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په وینا نوموړي د داعش د وسله‌والو لپاره د ځانمرګو واسکټونو د جوړولو مسؤلیت درلود او د بټي کوټ اوسېدونکی دی.


د بل نیول شوي کس د هویت په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو زیاته شوې چې د داعش ډلې له دې دوو مشکوکو غړو سره وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.


په تېرو څو کلونو کې د داعش وسله‌والې ډلې په افغانستان کې د ګڼ شمېر خونړیو بریدونو او چاودنو مسؤلیت منلی.


د امنیتي ادارو په وینا د داعش د خراسان څانګه د افغانستان په څو ولایتونو کې فعالیت لري، خو د بټي کوټ په شمول د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې یې موجودیت او فعالیتونه تر نورو سیمو پراخ او زیات دي.

Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса