Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

امریکا: د ایران د «ګرېس-1» بېړۍ عمله به د ویزې له بندیز سره مخ شي

0
د امریکا متحده ایالات وايي، په جبل‌الطارق کې د ایران د تېلو لېږدوونکې بېړۍ خوشې شوې عمله ممکن د امریکا د ویزې له بندیز سره مخ شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورټګس د پنجشنبې په ورځ وویل، د «ګرېس-1» په نوم دې بېړۍ د ایران سپاه پاسداران ځواک سره مرسته کوله چې د واشنګټن له‌خوا "ترهګر سازمان" بلل شوی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، د هر هغه چا لپاره چې له دې ایراني تېل وړونکې بېړۍ سره تړاو ولري، دا کار جدي عواقب لرلی شي.  


د اورټګس په وینا د دې کښتۍ عمله د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې ښايي د امریکا د ویزو یا په امریکا د منل کېدو لپاره په شرایطو پوره نه‌وي.  


د مخکېنیو راپورونو له مخې د دې تېل وړونکې کښتۍ ۲۸ تنه عمله تر ډېره د هند، پاکستان او اوکراین وګړي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزرارت ویانده دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې جبل‌الطارق د «ګرېس 1» په نوم دا ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ او عمله‌یې، خوشې کړل.


 دا کښتۍ پر سوریه د اروپايي ټولنې له بندیزونو څخه د سرغړاوي او دې هېواد ته د تېلو د قاچاق په تور شپږ اوونۍ مخکې د بریتانیا شاهي سمندري ځواکونو په جبل‌الطارق کې توقیف کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса