Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د بریتانیا سمندري ځواکونو د ایران بېړې خوشې کړه

0
د ایران د تېلو د لېږدولو یوه ستره بېړۍ چې په جبل‌الطارق کې نیول شوې وه، خوشې شوې ده.


د سمندر پورې غاړې ته د بریتانیا د مربوطو سیمو چارواکو پرون د اګسټ په ۱۶مه، وویل چې د ایران بېړۍ ازاده ده او له دې سیمې تلئ شي.


د راپورونو په حواله، تر دې اعلان وروسته، د بېړۍ د نوم پر بدلولو او د بېړۍ د بیرغ په نوي کولو کار پیل شو.


د ایران د بندرونو او سمندري چارو د سازمان مرستیال، جلیل اسلامي پرون په ټلوېزیوني وینا کې ویلي چې د ګرېس [ون] په نوم بېړۍ به د ایران تر بیرغ لاندې حرکت وکړي.


دا بېړۍ د جولای په څلورمه نیول شوې وه.


د بریتانیا سمندري ځواکونو ویلي و چې دې بېړۍ په قاچاقي ډول د ایران تېل سوریې ته لېږدول چې د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، خو ایران دا ادعا رد کړې وه.


اسلامي پرون وویل چې دا بېړۍ به د ایران تر بیرغ لاندي او د [ادرین دریا] په نوم حرکت وکړي. د هغه په وینا، بېړۍ د روسیې ساخت وه او د پانامې تر بیرغ لاندې روانه وه. په بېړۍ کې د ایران د تېلو دوه میلیونه بېرله بار دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса