Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

په ایران کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکي اندېښنه

0
په ایران کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، تېر کال د بشري حقونو، د بیان د ازادیو او عادلانه محاکمو په برخو کې په ایران کې سختۍ زیاتې شوي.


جاوېد رحمان پر ایران د اعدامونو له کبله هم انتقاد کړی دی. په دغه هېواد کې د اوو ماشومانو په ګډون په لسګونه کسان تېر کال اعدام شول.


د جاوېد رحمان څرګندونې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د بشري حقونو د وضعیت په نوم، راپور کې خپرې شوې دي. دا راپور تېره میاشت چمتو شو او پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې شو.


جاوېد رحمان وایي چې ایران تر ۸۰ ډېر کسان په داسې تورونو هم اعدام کړي دي چې د نړیوالو حقونو له مخې په جدي جرمونو کې نه‌ګڼل کېږي.


رحمان زیاته کړه چې په ایران کې په ۲۰۱۸ کال کې که څه هم اعدامونه تر وړم کال لږ و، خو بیا هم دا شمېره په نړۍ کې په ډېرو لوړو شمېرو کې راځي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса