Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د اوکراین په یوه هوټل کې اور لګېدو ۹ تنه وژلي او ۱۰ نور ټپیان کړي

0
د اوکراین په تفریحي ښار، ادېسه کې په یوه هوټل کې د اور لګېدو له امله نهه تنه مړه شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.


چارواکو ویلي چې اور پرون د اګسټ په ۱۷مه، د توکیو ستار په نوم هوټل کې چې د متوسط نرخ هوټل بلل کېږي، لګېدلی و.


پولیسو ویلي چې له دې هوټله سل تنه د اور وژنې د کارکوونکو د هڅو په پایله کې ژوندي ژغورل شوي دي. پولیسو ویلي چې د اور لګېدو د علت موندلو لپاره‌یې جنايي تحقیقات پیل کړي دي.


د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي پر فېس‌بوک لیکلي چې د دې مسئلې د څېړنې مسئولیت خپله اخلي او مسئول کسان به‌یې ځواب ورکوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса