Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

عبدالله عبدالله له افغان سولې او ثباته د روسیې د ملاتړ غوښتنه کړې

0
د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله له روسیې غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.


عبدالله عبدالله نن د اګست په شلمه په کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې د فدراسیون له سفیر الکساندر منتیتسکي سره پر سوله او را روانو انتخاباتو خبرې وکړې.


هغه پر ټوېټر لیکلي: ما د افغانستان له سولې او ثباته د روسیې د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه.


عبدالله عبدالله په یوه بل ټوېټ کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د کتنې خبر خپور کړی دی.


هغه لیکلي چې له جنرال مېلر سره هم پر وروستیو امنیتی پرمختګونو، د افغانستان د سولې پر بهیر او د انتخاباتو پر امنیت غږېدلی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса