Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د کونړ والي: د پاکستان پوځ پر شلتن ولسوالۍ ۷۲۰ مرمۍ راویشتلي

0
د کونړ والي وايي، پاکستاني پوځیانو د دې ولایت د شلتن ولسوالۍ پر غرنیو سیمو د توپونو سلګونه مرمۍ ویشتې دي. 


عبدالستار میرزکوال زیاتوي چې د پاکستانیو ځواکونو د توپونو ډزې اوس هم د شلتن په ولسوالۍ دوام لري.


والي زیاته کړه: په تېرو ۷ ورځو کې د پاکستان پوځ د شلتن پر ولسوالۍ ۷۲۰ د توپونو مرمۍ راویشتلي، خو چاته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.


هغه وایي، د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو او د ډېورند پر کرښه د هغوی د حرکتونو ټول راپورونه او معلومات يې مرکز کابل ته لېږلي دي.


شااوخوا نهه کاله کېږي چې د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره د توپونو ډزې کوي چې تر دې دمه يې ګنو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او سلګونه کورنۍ يې د خپلو کورونو پرېښودو او کډوالۍ ته اړې کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса