Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ایران په ترهګرۍ تورن کړ

0
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د منځني ختیځ د سولې او پر امنیتي چلنچونو بحث ته ځانګړې شوې، په مشخص ډول د ایران نوم واخیست او تهران یې بیا تورن کړ.


پامپیو وویل، تهران او نیابتي ځواکونه یې د عراق، لبنان، سوریې او یمن په کړکېچونو کې ترهګرۍ او ناکرارۍ ته لمن وهي چې ناوړه بشري عواقب یې رامنځته کړي دي.


هغه وویل چې که ملګري ملتونه پرېږدي چې پر ایران د وسلو د پلورلو بندیز د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې پای ته ورسېږي، تهران به له محدودیت پرته ګډوډي رامنځته کړي.


پر ایران د ملګرو ملتونو له خوا د لګول شویو بندیزونو په ترڅ کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د قدس د ځواک پر قوماندان قاسم سلیماني د سفر بندیز هم لګول شوی دی.


پر نورو ۲۳ ایراني چارواکو هم د سفر بندیزونه لګول شوي دي.


د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک د مایک پومپیو له دې څرګندونو مخکې پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د ده په باور د ملګرو ملتونو له خوا لګول شوي بندیزونه ډېر مهم ځکه دي چې پر ایران د وسلو د پلورلو او هم یې پر چارواکو د سفر بندیزونه دوام ومومي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса