Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

ټرمپ: نور هېوادونه باید د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه وکړي

0
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، نور هېوادونه باید د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه وکړي.


ده د روسیې، ایران، ترکیې، عراق او افغانستان نومونه یاد کړل، بیا یې وویل: "وګورئ هند هلته دی جګړه نه ورسره کوي، موږ جګړه ورسره کوو. پاکستان ورسره یو مخ نږدې دی. دوی ډېره لږه جګړه ورسره کوي، بېخي لږ. دا عادلانه نه‌ده او متحده ایالات اووه زره مایله لیرې پراته دي."


داعش ډلې په کابل کې د واده په یوه محفل کې د شنبې د ورځې د ځان وژونکي برید مسؤلیت ومانه. په دې چاودنه کې ۸۰ تنه ووژل شول.


د روان کال په پیل کې امریکایي ځواکونو په سوریه کې د داعش تر لاس لاندې سیمې ونیولې. بیا وروسته دا اندېښنې پیدا شوې چې د داعش وسله‌وال بېرته په عراق او سوریه کې د پیاوړي کېدو په حال کې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса