Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

په هرات کې د انګورو په حاصلاتو کې زياتوالى راغلی

0
د هرات د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست مرستيال بشير احمد احمدي وايي چې د انګورو د سږکال حاصلاتو د تېر کال په پرتله پنځلس سلنه زياتوالى موندلى دى.


هغه زياته کړه چې د سړو خونو، د مناسب بازار او بهر ته د صادراتو د زمينې نشتوالی په هرات کې د انګورو د بيې د کموالي سبب شوي چې بزګران يې اندېښمن کړي دي.


خو د هرات سيمه ييز مسؤلان وايي چې په هرات کې د انګورو يوه اندازه حاصلات به د لاجوردو او هوايي دهلېز له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادر شي.


د يادونې وړ ده چې د هرات په ګذرې، انجيل او پښتون کوټ ولسواليو کې په اته هکتاره ځمکه کې انګور کرل کېږي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса