Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

طالبانو د سمنګان د ولايتي شورا يو غړى سید عبدالحلیم اغا وژلی

0
د سمنګان د ولايتي شورا يو غړى سید عبدالحلیم اغا د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى دى.


چارواکي وايي، عبدالحليم اغا پرون له خپلو څلورو ملګرو سره د بغلان ولايت په چشمه شېر سيمه کې تښتول شوى و.


د سمنګان د ولايتي شورا رئيس راز محمد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ولايتي شورا غړى سيد عبدالحليم اغا او يو ملګرى يې د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.


د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت دا پېښه تأييد کړه او ويلي يې دي چې د دغو کسانو جسدونه ترلاسه شوي دي.


وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.


دا هم معلومه نه ده چې پاتې تښتول شوي کسان په څه وضعيت کې دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса