Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د ولايتي شورا رئيس: په لوګر کې په هوايي حمله کې ملکيان زیانمن شوي

0
د لوګر د ولايتي شورا رئيس ادعا کوي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي حمله کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ده په خبره، دغه حمله تېره شپه شوې چې په نتيجه کې يې ١ ملکي تن وژل شوى او ٤ نور ټپيان دي.


د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزي ازادي راډيو ته وويل: دوى له هوا درې کورونه په نښه کړي، په يوه کور کې يو کس چې د موټرو پلورنځى لري، شهيد شوى، په هغه کور کې ٢ ماشومان او ٢ مېرمنې ټپيان شوي، دوى تر درملنې وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوي دي.


تر دې مخکې ٢٠٣ تندر قول اردو په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې د بهرنيو ځواکونو په مرسته په لوګر کې په پوځي عملياتو کې ٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.


دې قول اردو ويلي چې په وژل شويو کې د مولوي محمد بشير حليم په نوم د طالبانو يو مشر هم شامل دى چې په څرخ او په وروستيو کې يې په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله.


وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса