Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د ايران يوې محکمې کيومرث مرزبان په ٢٣ کاله او ٩ مياشتو بند محکوم کړ

0
د ايران يوې محکمې ليکوال او طنز ليکونکى کيومرث مرزبان په ٢٣ کاله او ٩ مياشتو بند محکوم کړ.


محکمې دى د امريکا له متحدو ايالتونو سره د همکارۍ تر څنګ په نورو تورونو محکوم کړ.


د مرزبان مدافع وکيل محمد حسين اقاسي پرون ازادي راډيو ته وويل چې موکل يې له يوه متخاصم هېواد سره په همکارۍ، د نظام پرضد په پروپاګند، دغه راز مقدساتو او چارواکو ته په سپکاوي محکوم شوى دى.


اقاسي ويلي، د دې حکم په وړاندې به د استېناف غوښتنه وکړي او دده په خبره، موکل يې د طنزي مطالبو له ليکلو او په رسنيو کې يې د هغوى له خپرولو پرته بل څه نه دي کړي.


که د دې حکم استېناف غوښتنه تأييد هم شي، دغه ٢٨ کلن ليکوال به بيا هم ١٠ کاله بند کې تېروي.


په واشنګټن کې دېره د بشري حقونو د کمپاين دفتر وايي، مرزبان په ٢٠٠٩ میلادي کال کې له ايرانه ووت، خو اته کاله وروسته بېرته ايران ته لاړ، څو خپله ناروغه انا وګوري چې د تېر کال په سپټمبر مياشت کې ونيول شو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса