Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د لبنان پوځ: اسرائيل د حزب الله ډلې قوي سنګرونه ويشتلي

0
د لبنان پوځ وايي د اسرائيل دوو بې پیلوټه الوتکو د بيروت په جنوب کې د حزب الله ډلې دوه قوي سنګرونه ويشتلي دي.


خو دغه شيعه ډله چې ايران يې ملاتړ کوي، بيا وايي چې يوې الوتکې يې د رسنيو مرکز تخريب کړى دى.


د لبنان پوځ نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې د اسرائيل دغو دوو الوتکو نن سهار وختي د لبنان له فضايي حريم څخه سرغړونه کړې ده.


اعلاميه زياتوي، لومړۍ الوتکه په داسې حال کې نسکوره شوه چې دوهمه په فضا کې منفجره شوه او مالي زيان يې واړاوه.


د لبنان صدراعظم سعد حريري دا د لبنان پر حاکميت ښکاره تېرى بللى او ويلي يې دي چې دا "نوى تهاجم" سيمه ييز ثبات ته ورپېښ ګواښ په ډاګه کوي.


په همدې حال کې د حزب الله وياند محمد عفيف ويلي، يوه بې پېلوټه الوتکه په منفجره موادو بار وه چې چاودنې يې د دې ډلې مطبوعاتي مرکز ته سخت زيان واړاوه.


ده ويلي چې حزب الله ډلې کومه بې پېلوټه الوتکه ويشتلې نه ده.


د اسرائيل چارواکو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса