Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

ولسمشر غني د عمرې د ادا کولو ترڅنګ د سعودي له چارواکو سره وکتل

0
د سعودي عربستان رسنۍ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د عمرې د ادا کولو ترڅنګ د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل.


د سعودي عربستان د خبري اژانس (SPA) د راپور له مخې، ولسمشر غني مکې مکرمې ته له رسېدو سره سم د سعودي عربستان له جګپوړو چارواکو سره ولیدل.


د سعودي عربستان يوه ورځپاڼه عرب نیوز وايي چې د افغانستان ولسمشر پرون شنبه په رسمي سفر جدې ته ورسېد او د دې ولایت والي او د سعودي د سوداګرۍ او پانګونې وزیر یې هرکلی وکړ.


سعودي رسنیو د خپل هېواد له چارواکو سره د افغانستان د ولسمشر د خبرو د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.


ښاغلی غني په داسې حال کې سعودي ته تللی چې ویل کېږي، په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې نهايي کېدو ته نږدې شوي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса