Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

چارواکي: په کندهار کې ۲۱ وسله وال وژل شوي

0
د کندهار په شاولیکوټ او شورابک ولسوالیو کې ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.


د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په پوځي عملياتو کې بهرنيو ځواکونو هم برخه درلوده.


د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې دغو وسله والو غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو بريدونه وکړي.


ده وویل: د شاه وليکوټ ولسوالۍ په مانو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې چې د طالبانو پر يوه کمين يې کړې، ١٣ وسله وال وژل شوي او ٣ تنه ټپيان دي، دغه راز د شورابک ولسوالۍ په چولې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي حمله کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса