Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

چارواکي: په لوګر ولایت کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي

0
د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي، د غوڅ ملاتړ د ماموريت په مرسته يې د لوګر په څو سيمو کې پوځي عمليات کړي دي.


٢٠٣ تندر قول اردو نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات پرون د لوګر په څو سيمو کې شوي دي.


د اعلاميې په حواله، په دغو عملياتو کې ٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې د مولوي محمد بشير حليم په نوم د دوى يو مشر هم په کې شامل دى.


٢٠٣ تندر قول اردو وايي، مولوي بشير حليم په څرخ او په وروستيو کې په برکي برک ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله.


وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса