Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

ایران ۳ تنه موساد ته د جاسوسۍ په تور په اوږده بند محکوم کړل

0
ایران وايي، د یوې ښځې په شمول‌یې درې تنه د اسرائیلو استخباراتي سازمان موساد ته د جاسوسۍ په تور په اوږده بند محکوم کړي دي.


د ایران د عدلیې وزات ویاند غلام حسین اسماعیلي د ایران رسمي دولتي خبري اژانس ته ویلي، د اراس امیري په نوم یوه مېرمن چې د برېټېش کونسل په اداره کې یې کار کاوه او په جاسوسۍ تورنه وه مجرمه بلل شوې او په ۱۰ کاله بند محکومه شوې ده.


برېټېش کونسل د بریتانیا یوه کلتوري او فرهنګي اداره ده.


د اسماعیلي په وینا له سړیو څخه یو یې انوش اشوري دی چې د ایران او بریتانیا دواړو تابیعتونه لري. دا هم د اسرائیلو د جاسوسي سازمان موساد سره د اړیکو په تور په ۱۲ کاله بند محکوم شوی. همدارنګه درېیم کس علي جوهري هم په ورته تور په ۱۲ کاله بند محکوم شوی دی.


یوه بله ایراني ټبره بریتانوۍ مېرمن نازنین زاغري لا دمخه په دې تور چې ګوندې د ایران د حکومت د نسکورولو طرحه‌یې جوړوله دا مهال ایران کې پنځه کلن حبس تېروي.


نوموړې تهران ته د خپلې ځوانې لور سره د سفر پر مهال ونیول شوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса