Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د برازیل ولسمشر د فرانسې له ولسمشر غوښتي چې له ده بخښنه وغواړي

0
د برازیل ولسمشر جایر بولسونارو د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون غوښتي چې له ده څخه دې بخښنه وغواړي.


بولسنارو مخکې له دې چې د امازون په ځنګلونو کې د لګېدلو اورونو د وژنې لپاره د اوو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې له‌خوا د ۲۲ میلیونه ډالرو مرستې په منلو غور وکړي ویلي "لومړی دې مکرون ماته کړی سپکاوی بېرته واخلي".


نوموړی وايي، مکرون ده ته "درواغجن" ویلي.


بولسونارو همدارنګه ویلي چې د فرانسې ولسمشر مکرون په امازون کې زرګونه ځایه د لګېدلي اورونو په وړاندې په غبرګون د تبصرې پر مهال د برازیل ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی.


وروسته له هغې چې د فرانسې ولسمشر په امازون ځنګلونو کې د لګېدلي اورونو په وړاندې د برازیل پر غبرګون نیوکې وکړې، مکرون او بولسونارو پر یو بل شخصي لفظي بریدونه کړي.


مکرون وايي، په امازون کې لګېدلی اور یو نړیوال بحران دی او د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو وروستۍ غونډه کې یې چې د فرانسې په جنوبي ساحلي ښار بیاریتڅ کې جوړه شوې وه وغوښتل چې دې بحران ته پام وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса