Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پولنډ ته خپل سفر لغوه کړ

0
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پولنډ ته خپل سفر لغوه کړ.


ولسمشر ټرمپ به په خپل هېواد کې پاتې شي، څو د دوريان په نوم د هغه توپان چاره وکړي چې په څو ورځو کې يې فلوريډا ايالت ته د ورتګ خطر شته.


ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې وويل، د دې لپاره چې ډاډمنه شي چې د فډرال حکومتي ټولې منابع د توفان پر راتګ تمرکز کړى، پولنډ ته خپل سفر لغوه کوي.


ده وويل، پرېکړه يې کړې چې راتلونکې اوونۍ پولنډ ته خپل مرستيال مايک پنس ولېږي.


د امريکا ولسمشر ويلي، مهمه دا ده چې په واشنګټن کې پاتې شي او د هغه توفان د ستونزې چاره وکړي چې ممکن ډېر لوى هم وي.


په پام کې وه چې ولسمشر ټرمپ سبا د اګست پر ٣١مه د دوهمې نړيوالې جګړې د پيل د اتيايمې کليزې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د ګډون لپاره د پولنډ پلازمېنې وارسا ته روان شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса