Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

بريتانيا، فرانسه او جرمني د ايران د اټمي تړون پر خونديتوب خبرې کوي

0
د بريتانيا، فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيران به د ايران د اټمي تړون پر خونديتوب خبرې وکړي.


دا هغه درې هېوادونه دي چې د ٢٠١٥ میلادي کال په اټمي تړون کې لاهم پاتې دي.


دا په داسې حال کې ده چې پر ايران د امريکا متحدو ايالتونو فشارونه دوام لري.


د بريتانيا، فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيران نن د فنلنډ په پلازمېنه هيلسينګي کې د اروپايي ټولنې د بهرني سياست له مشرې فيدريکا موګريني سره د اروپايي ټولنې د غونډې په څنډه کې ګوري.


د دوى په خبرو کې به په خليج کې د کښتيو د امنيت حساسه موضوع هم مطرح شي.


د تهران او لوېديځ ترمنځ اړيکې وروسته له هغې خرابې شوې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له اټمي تړونه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ.


دغه اټمي تړون په ٢٠١٥ میلادي کال کې لاسليک شوى و چې درې اروپايي هېوادونه او دوه نور لاسليک کوونکي يې روسيه او چين هڅه کوي چې دغه موافقه برحاله پاتې شي.


ولسمشر ټرمپ ويلي چې دا موافقه کافي نه ده چې د ايران د اټمي وسلو د توليد مخه ونيسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса