Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

د اوکراین پارلمان د دې هېواد لپاره نوی او ځوان صدراعظم انتخاب کړ

0
د اوکراین د پارلمان استازو د دې هېواد لپاره یو نوی او ځوان صدراعظم انتخاب کړ.


الکسي اونچاروک چې پنځه دېرش کلن دی، د تېرې میاشتې له انتخاباتو وروسته د اوکراین د پارلمان په لومړنۍ غونډه کې یې د اعتماد رأيې واخیستې.


د اوکراین د پارلمان د څلور سوه پنځوس استازو له ډلې څخه د پنجشنبې په ورځ ۲۹۰ تنو اونچاروک ته مثبتې رأیې ورکړې.


د اوکراین دې ځوان سیاستوال تر دې مخکې د دې هېواد د ولسمشرۍ په دفتر کې دنده درلوده او پرون د ولسمشر زیلینسکي له خوا د صدراعظم د څوکۍ د نوماند په توګه پارلمان ته وپېژندل شو.


الکسي اونچاروک د خپل کار ډېره موده د قضا په برخه کې تېره کړې، اوس یې ژمنه کړې چې د اوکراین اقتصاد ته به زیاته پاملرنه وکړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса