Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2019

بولټن د امریکا او بلاروس د مشترکو ګټو پر سر د خبرو اترو غوښتنه کړې

0
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د خپل هېواد او بلاروس ترمنځ په یو لړ اختلافونو سربېره د مشترکو ګټو پر سر د خبرو اترو غوښتنه کړې.


جان بولټن د پنجشنبې په ورځ په مینسک کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، هغه د بلاروس ولسمشر الکساند لوکاشینکا او د دې هېواد نورو چارواکو ته ویلي چې په ځینو برخو په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي په برخو کې دوه اړخیز اختلافونه شته.


ده وویل: په هغو خبرو کې چې د ولسمشر لوکاشینکا سره یې دوه ساعته او پنځلس دقیقې دوام وکړ، په بېلابېلو مسلو وغږېدو، خو کوم اختلاف مو حل نه کړ.


د امریکا د ملي امنیت سلاکار بلاروس ته د لنډ سفر پر مهال د دې هېواد د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا تود هرکلی وکړ.


لوکاشینکا وویل چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی فصل پیل شوی دی.


په تېرو شلو کلونو کې جان بولټن لومړنی لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې بلاروس ته سفر کوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса