Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2019

شیدا محمد ابدالي د محمد اشرف غني په ګټه له کاندیدۍ تېر شو

0
د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره کاندید شیدا محمد ابدالي پرون د سپټمبر په شلمه د جمهور رئیس محمد اشرف غني له انتخاباتي کمپاین سره یوځای او له کاندیدۍ تېر شو.


ولسمشر محمد اشرف غني پرون په دې اړه په مراسمو کې له شیدا محمد ابدالي مننه وکړه.


شیدا محمد ابدالي د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو له ابتدايي لېسته چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون تأیید کړي وو، دوهم کاندید دی چې د محمد اشرف غني په ګټه له کاندیدۍ تېر شو.


تر ابدالي مخکې زلمی رسول د اشرف غني په ګټه تېر شوی و.


د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه یا د سپټمبر په اته ویشتمه دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса