Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2019

د امریکا متحدو ایالاتو پر ایران د بندیزونو بل دور اعلان کړ 

0
د امریکا متحدو ایالاتو پر ایران د بندیزونو بل دور اعلان کړ چې د ایران مرکزي بانک او ملي پراختیا صندوق ېې په نښه کړي دي.


د امریکا حکومت دا کار تر هغه وروسته وکړ چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو حمله وشوه او پړه یې پر ایران ور واچول شوه.


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د سپټمبر په شلمه وویل چې دا په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه دي چې پر یوه هېواد لګول شوي دي. 


ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د هغه په باور له زغمه کار اخیستل د ډېر زیات قوت څرګندونه کوي او په دې ډول یې اشاره وکړه چې په سملاسي ډول د ایران پر ضد د پوځي اقدام کولو ته تیار نه دی.


ټرمپ وویل: موږ اوس د ایران ملي بانک تحریم کړی، دا د هغوی مرکزي بانکي سېستم دی، دا پر ایران تر ټولو په لوړه کچه بندیزونه دي.


د امریکا ولسمشر تر دې خبرو وروسته د ملي امنیت له ډلې سره غونډه درلوده.


 د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د سپټمبر په څوارلسمه حمله وشوه.


که څه هم په یمن کې حوثي ملېشه ځواکونو د حملې مسئولیت واخیست، خو سعودي عربستان وویل چې د حملې تر شا د ایران لاس و.


ایران په حمله کې دخالت رد کړی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса