Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2019

د کرکټ افغان لوبډله نن د بنګله دېش پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي

0
ټاکل شوې چې د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیز کرکټ سیالیو په لړ کې افغانستان نن د بنګله دېش پر وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړ شي.


دغه شل اوریزه لوبه نن مازدیګر مهال په پنځو بجو د بنګله دېش په چټاګروم لوبغالي کې پېلېږي.


افغان لوبډلې په دغه سیریز کې تېره شپه د زمبابوې پر وړاندې لوبه وکړه، چې په اوو وکټو یې ماتې وخوړه.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په روانو سیالیو کې په دوو بریاوو او يوې ماتې سره د نومرو په جدول کې لومړی، بنګله دېش په ورته پوزېش سره دوهم او زمبابوې بیا په څلورو لوبو کې له یوې بریا سره درېیم ځای خپل کړی دی. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса