Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

وسله‌والو یاغیانو په سومالیا کې پر یوه پوځي مرکز حمله کړې

0
وسله‌والو یاغیانو په سومالیا کې هغه پوځي مرکز په نښه کړی چې د امریکا ځانګړو ځواکونو سومالیایي کمانډو ځواکونو ته په‌کې روزنه ورکوله.


امنیتي سرچینو د سپټمبر په ۳۰مه وویل چې تر دې بمي برید وروسته د سپکو وسلو ډزې هم شوې دي.


دا مرکز د پلازمېنې موګادیشو په ۱۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.


په القاعده شبکې پورې تړلې الشباب ډلې د دې برید مسؤلیت اخیستی دی.


دا ډله ادعا کوي چې د یاد مرکز په دروازه کې یې موټر بم چاودنه کړې او بیا یې وسله‌وال دننه ورغلي دي.


تر اوسه د دې پېښې له کبله د سومالیا او د امریکایي پوځيانو د تلفاتو راپور نه‌دی ورکړل شوی.


په یوه جلا پېښه کې په موګادیشو کې د ایټالیا پر یوه پوځي کاروان چاودنه شوې ده.


د ایټالیا د دفاع وزارت دا خبره تأیید کړې. تر اوسه د دې پېښې د تلفاتو راپور نه‌دی ورکړل شوی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса