د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) چارواکي وايي، د هېواد په یوشمېر شمالي ولایتونو کندز، تخار، بدخشان او بغلان کې به ډېر ژر مخابراتي ستونزې حل شي. په دغو سیمو کې د طالبانو د ګواښ او د انتونونو د تخریب له امله مخابراتي خدمتونه زیانمن شوي.