Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

بارسلونا د اروپا د اتلولیو په فوټپال لیګ کې لومړۍ بریا خپله کړه

0
د بارسلونا د فوټبال کلب تېره شپه د اروپا د اتلولیو په لیګ کې لومړۍ بریا خپله کړه.


بارسلونا د مسابقې په درېيمه دقیقه کې ګول وخوړ، خو وروسته لوییس سواریز سیالې لوبډلې انترمیلان ته دوه ګولونه ورکړل.


د بارسلونا کپټان لیونیل میسي چې له خوږېدو وروسته تېره شپه د لوبې میدان ته راوتلی و، خبریالانو ته وویل چې لا هم احساس کوي چې د معمول په شان لوبېدلی نه‌شي.


ده وویل: "خپله هڅه کوم، د روان فصل له پیله تر اوسه پورې دا لومړی ځل دی چې په یوه سیالۍ کې مې پوره ۹۰ دقیقې لوبه وکړه، خوښ یم چې لوبه په ښه نتیجه پای ته ورسېده."


د تېرې شپې بري، بارسلونا لوبډله د اېف ګروپ د جدول دوهم مقام ته ورسوله.


په دې ډله کې لومړی مقام د دروتموند دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса