Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

کورت وولکر نن له قدرته د ټرمپ د "ناوړه" استفادې په اړه شاهدي ورکوي

0
ویل کېږي اوکراین ته د امريکا پخوانی استازی کورت وولکر به د بهرنيو چارو وزارت لومړی کارکوونکی وي چې د امریکا د کانګرس مخې ته به شاهدي ورکړي.


د امریکا د کانګرس درې کمېټې د دې هېواد د ولسمشر د احضارولو لپاره تحقیقات کوي.


وولکر به نن په رضاکاره توګه د بندو دروازو تر شا پر دې موضوع رڼا واچوي چې ایا د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل قدرته ناوړه ګټه پورته کړې ده که نه.


ټرمپ د اوکراین له ولسمشر څخه په یوه ټيلیفوني وینا کې غوښتي وو چې د پخواني مرستيال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی هنټر په اړه دې تحقیقات وکړي چې په اوکراین کې تجارت لري.


جوبایډن د ۲۰۲۰ میلادي کال په انتخاباتو کې مخکښ نوماند بلل کېږي.


د ټرمپ په حکومت کې ځینو کسانو د ټرمپ د خبرو تفصیل افشا کړ چې څنګه ټرمپ پر اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جولای په ۲۵مه نېټه فشار راوړ چې د جوبایډن د زوی د انرژۍ د شرکت په اړه تحقیقات وکړي.


تر دې وروسته ټرمپ اوکراین ته ۴۰۰ ميلیونه ډالره پوځي مرستې وځنډولې.


اوکراین د روسي پلوه جلا غوښتونکو سره له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې لاس او ګرېوان دی.


د افشا کوونکو په شکایت کې د وولکر نوم هم راغلی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса