Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

افغان حکومت له طالبانو سره د شاه محمود قریشي پر کتنې انتقاد وکړ

0
د افغانستان حکومت د طالبانو له پلاوی سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر کتنې انتقاد وکړ او ویې ویل، دا ډول کتنې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولی.


د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي نن پنجشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان حکومت لا هم طالبان د سولې پروسې ته ګواښ ګڼي.


دی وایي: د سولې پروسه یوازې هغه وخت نتیجه لرلی شي چې مالکیت او مشري یې د افغانانو په لاس کې وي. له بده مرغه طالبان لا هم تشدد ته دوام ورکوي، په انتخاباتو کې یې پر بېلابېلو برخو حملې وکړې، زموږ انتخابات یې وګواښل او لا هم د تاوتریخوالي خبرې کوي.


د افغانستان حکومت تر دې وړاندې ایران ته هم د طالبانو د پلاوي پر سفر انتقاد کړی و.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса