Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

ایران وایي، د جنرال قاسم سلیماني د وژلو دسیسه یې ناکامه کړه

0
یو جګپوړی ایرانی چارواکی وايي، تهران د ډګر جنرال قاسم سلیماني د وژلو لپاره د اسرائیلي او عربي استخباراتي ادارو دسیسه ناکامه کړې ده.


سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان دی.


د ایران دولتي رسنیو د سپاه پاسداران د امنیتي رئيس حسین طیب له قوله وویل، دسیسه کوونکو د سلیماني د پلار قبر ته نږدې ځمکه اخیستې وه او شااوخوا ۵ سوه کیلو چاودېدونکي مواد یې هلته ایښي وو چې قوماندان سلیماني پرې ووژني.


طیب چې نن یې په یوه خبري غونډه کې څرګندونې کولې، وویل چې یو شمېر د دې دسیسې په تړاو تېره میاشت نیول شوي دي.


ده ونه ویل چې څومره کسان، خو ویې ویل چې پر دې دسیسې له کلونو راهیسې کار شوی و.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса