Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

دولتي ځواکونو د تخار بهارک ولسوالي له طالبانو بېرته نیولې

0
د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تخار ولایت کې لږترلږه ۸۹ وسله وال طالبان وژلي دي.


د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن (یکشنبه) ازادي رادیو ته وویل، د تحار ولایت په وروستیو تصفیوي عملیاتو کې د ۸۹ طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ تر ۶۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.


امان وویل چې د دغو عملیاتو په لړ کې د تخار ولایت بهارک ولسوالي له طالبانو بېرته ونیول شوه.


ده د عملیاتو په لړ کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلو یادونه ونه کړه.


وسله والو طالبانو تراوسه پورې د دفاع وزارت د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.


په وروستیو ورځو کې په تخار کې پوځي تحرکات ډېر شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса